Quantcast
Channel: ګومل –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 3

پاکستان اوس د پکتیکا په ګومل کې اغزن تار ځغلولی او پوستې جوړوي

0
0

د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلي، چې له تېرو درې ورځو راپدیخوا پاکستاني پوځیان له دیورند کرښې راتېر شوي او د دې ولایت د ګومل ولسوالۍ په افغان خاوره کې یې اغزن تار غځولی او نوې پوستې يې جوړې کړې دي.

د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ قومي مشرافضل خان ويلي؛ د راډانګ په سیمه کې پاکستاني ځواکونه افغان خاورې ته رامخته شوي؛ د دوی ځنګلونه او د کرومیتو کان يې نیولی دی.

د ګومل ولسوالۍ قومي مشر حاجي کفتان څرګنده کړې، چې پاکستان تل د دې ولایت د سرحدي ولسوالیو په افغان خاوره کې پوستې او د اغزن تار لګولو هڅې کړي دي؛ خو افغان حکومت يې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د ګومل ولسوالۍ یو بل قومي مشر حاجي رحمت له امنیتي ځواکونو غواړي، چې د پاکستان لخوا دې په ګومل او یو شمېر نورو سرحدي ولسوالیو کې د پوستو جوړولو مخه ونیسي.

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو او د سرحدي لوا امنیتي مسوولینو ګومل ولسوالۍ ته سفر وکړ او یاده ساحه يې له نږدې ولیده.

په سویل ختیځ زون کې د سرحدي لوا قومندان ډګروال محمد ظریف ځاځي ويلي، چې په راډانګ سیمه کې پاکستاني پوځیان له فرضي کرښې ۴۵ متره افغان خاورې ته رامخته شوي او ډاډ څرګندوي، چې یاده موضوع به له سیاسي لارې حل کړي.

له پکتیکا ور اخوا په دوه ګاونډ ولایتونو د پکتیا په ځاځي اریوب او د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې هم پاکستان له فرضي کرښې دې غاړې ته د نویو پوستو او د اغزن تار لګولو هڅې پیل کړي، چې په ټوله کې يې د سویل ختیځ زون خلک له امنیتي او دفاعی ځواکونو د مخنیوي په کلکه غوښتنه کوي.

خبریال: فریدالله احمدزي

The post پاکستان اوس د پکتیکا په ګومل کې اغزن تار ځغلولی او پوستې جوړوي first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 3