Quantcast
Channel: ګومل –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 3

په پکتیکا کې طالب والي له خپلو څلور ملګرو سره ووژل شو

$
0
0

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ په ده خلیفه کلي کې د دغه ولایت طالب والي د امنیتي ځواکونو لخوا له خپلو څلور ملګرو سره ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ولایت لپاره نومول شوی طالب والي پیرآغا او ملګرو یې د تروریستي بریدونو په رهبرۍ کې لوی لاس درلود.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي، چې په ګومل ولسوالۍ کې نه عملیات شوي او نه کوم طالب وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې طالب قومندان او د دې ولایت طالب والي مولوي رحیم مشهور په عبدالمنان اخند له خپلو یو شمېر ملګرو سره په یو هوایي برید کې وژل شوی و.

The post په پکتیکا کې طالب والي له خپلو څلور ملګرو سره ووژل شو first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 3